top of page

!افغان ملت د هر افغان د زړه غږ دی

afghan people افغان ملت

​​
.دا غږ د عزتمن ژوند، ټولنیز عدالت، ملي یووالي، او دوامدار پرمختګ 
غږ دی

الله تعالی افغان ولس ته د افغانستان په نوم یوه بډایه، ښکلی او ستراتیژیک ټاټوبی ور په برخه کړی دی. دا الهي امانت د ټولو افغانانو ګډ مسؤلیت دی. افغانان مکلف دي چې د مثبت، دوامدار او شعوري بدلون له لارې خپل هېواد د نړۍ له سیا ملتونو سره برابر کړي، څو هر افغان د خدای تعالی تر حاکمیت لاندې، د ورورولۍ، عدالت، متقابل درناوي او انساني کرامت په فضا کې ژوند وکړي او له فقر، محتاجۍ او بې‌ثباتۍ څخه ځانونه خلاص کړي

​​

دا زموږ ملي مفکوره ده؛ مفکوره چې له خلکو راولاړه شوې، د خلکو لپاره ده، او د خلکو په ګډون عملي کېږي. په همدې اساس، د افغانستان هر وګړی، پرته له قومي، ژبني، مذهبي، سمتي او سیاسي توپیر، په فطري ډول د افغان ملت برخه ده

افغان ملت د تاریخ له درندو تجربو، جګړو او کړاوونو څخه ژور درسونه اخیستي دي. افغان ملت پرته له سولیزو او تفاهم ډکو هڅو، نور له هر ډول ناسمو پرېکړو، بهرنیو لوبو او کورنیو تفرقو، د قدرت د بې ځایه هوسونو کلک مخالف دی او نه غواړي چې د افغانستان څلوېښت میلیونه افغانان له ناامنۍ، بې‌عدالتۍ او بې‌وزلۍ سره مخ پاتې شي

افغان ملت ګوند د داسې افغانستان لپاره کار کوي چې په کې ټول وګړي ځان شریک، خوندي او باعزته احساس کړي؛ افغانستان چې د سولې، قانون، عدالت، علم، اقتصاد او ملي حاکمیت سمبول وي

افغان ملت او تاریخي بنسټونه

بښنه

افغان ملت له خپل دروند ملت څخه په درناوي بخښنه غواړي چې د تېرو څو لسیزو په بهیر کې د خلکو هیلې او باورونه په بشپړ ډول پوره نه شول. افغان ملت د اسلام او وطن د دفاع په سپېڅلي جهاد کې، د خپلې اسلامي او دیني رسالت له مخې سترې قربانۍ ورکړې دي، خو د همدې مبارزې په لړ کې د اصلي افغان ملتیانو د شهادتونو او سختو محدودیتونو له امله، په ځینو پړاوونو کې مبارزه سمه پرمخ ولاړه نه شوه. له دې فرصت څخه ځینو اشخاصو او ډلو ناوړه استفاده وکړه او د افغان ملت له نوم څخه یې انحرافي ګټه واخیسته. موږ له خپلو مجاهد، وطنپالو او وفادارو ملتیانو څخه بخښنه غواړو او ژمن یو چې له تېرو زده کړه وکړو او د صداقت او ملي تعهد پر بنسټ د هېواد د عزت او پرمختګ لپاره کار وکړو

د رسمي استازیتوب وضاحت

هغه اشخاص او ډلې چې د «افغان ملت» په نوم په ټولنیزو رسنیو او یا نورو پلیټفارمونو کې فعالیت کوي، د خپلو شخصي نظریاتو استازیتوب کوي او د ګوند له رسمي دریځ سره تړاو نه لري. د افغان ملت رسمي اصول، دریځ او اعلامیې یوازې د www.afghanmillat.com وېبپاڼې او اړوندو رسمي رسنیو له لارې وړاندې کېږي، او له ټولو وطنوالو څخه غوښتنه کېږي چې یوازې همدې رسمي سرچینو ته مراجعه وکړي.

Stay Connected

Send us your comments, suggestions and opinions. 

سپیناوی (وضاحت)

 

افغان ملت ګوند، چې د هېواد د ملي مفکورې د بنسټګر سیاسي حرکت په توګه رامنځته شوی، په خپل تاریخي بهیر کې له داسې پړاوونو سره مخ شوی چې د اصلي اصولو او ملي مسیر څخه انحراف پکې رامنځته شوی دی. د جهاد، جګړو، مهاجرت، بهرنیو لاسوهنو او د محدودو اشخاصو او ډلو د انحصاري کړنو له امله، د ګوند نوم او تشکیلات په ځینو مواردو کې د هغو کړنو لپاره وکارول شول چې د افغان ملت له اصلي ملي مفکورې او ارزښتونو سره یې سمون نه درلود. افغان ملت ټینګار کوي چې دغه انحرافات د ګوند د بنسټیز فکر استازیتوب نه کوي، بلکې د ځانګړو شرایطو او ناسمو استفادو پایله وه. اوسنی اصولي افغان ملت، د بنسټ اېښودونکو د لیدلوري پر بنسټ، د ملي یووالي، حاکمیت، عدالت او مسؤل دولتدارۍ د بیا ټینګښت لپاره خپله مبارزه له سره منظموي

له موږ سره په اړیکه کې اوسئ

خپل نظرونه، وړاندیزونه او تبصرې موږ ته راولېږئ

  • Facebook
  • Instagram
  • X
  • TikTok

 

© 2026 by Afghan Millat Party. 

 

Afghan millat logo د افغان ملت ګوند
bottom of page