د هرمز تنګي ځواک او د ایران–امریکا اوربند: د افغان ملت لپاره یو ژور تحلیل او سیاسي زده کړه
- 5 days ago
- 4 min read

د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ وروستی اوربند یوازې یوه عادي سیاسي هوکړه نه ده، بلکې د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د ځواک د توازن یوه مهمه سیاسي پېښه بلل کېدای شي. دا ځکه چې، که څه هم امریکا او اسراییل له نظامي او اقتصادي پلوه تر ایران ډېر پیاوړي دي، او دواړه هېوادونه په ګډه همغږۍ د ایران پر ضد په جګړه کې ښکېل وو، خو ایران د خپلې ستراتیژیکې پوهې او حکمت له مخې ستر مقاومت او مزاحمت وښود. د دغه مزاحمت یو مهم فکتور د هرمز تنګي د بندېدو ګواښ و. دې کار په نړیواله کچه د اقتصادي بحران د چټک رامنځته کېدو زمینه برابره کړه او د امریکا او اسراییلو
سیاستونه یې د خپلو خلکو له لوري تر فشار او ګواښ لاندې راوستل.
که څه هم تر اوسه پورې د لویدیځو هېوادونو اصلي اندېښنه د ایران اټومي پروګرام و، او دا تمه هم کېده چې د ایران اوسنی رژیم به ژر نسکور شي، خو په عملي ډګر کې داسې ونه شول. ایران د خپلې ستراتیژیکې ژورتیا د پلانګذارۍ بله وسیله، یعنې د هرمز تنګه، په ډېر حکمت وکاروله، چې له امله یې نړیوال فشار رامنځته شو او امریکا او اسراییل اړ شول چې اوربند ومني.
هرمز تنګه د نړۍ د انرژۍ د ترانزیټ له مهمو لارو څخه ده، چې د نړیوال اقتصاد لپاره حیاتي ارزښت لري. ایران د دې ستراتیژیک موقعیت په لرلو سره وتوانېد چې داسې فشار رامنځته کړي چې د اټومي وسلو له احتمالي ګواښ څخه هم اغېزناک ثابت شو. په لنډه موده کې د دې تنګې د تړلو یا محدودولو احتمال نړیوال بازارونه متزلزل کړل، او همدا فکتور امریکا او متحدین دې ته اړ کړل چې له ایران سره د خبرو او اوربند لاره خپله کړي
په ژور تحلیل کې، دا اوربند ښيي چې نړیوال سیاست یوازې پر نظامي ځواک نه، بلکې پر جغرافیایي او اقتصادي نفوذ هم ولاړ دی. ایران، که څه هم د اټومي وسلو په برخه کې تر فشار لاندې و، خو د هرمز تنګې له لارې یې خپله ستراتیژیکه برلاسي وساتله. دوی وکولای شول چې د اوبو غوندې نرم ځواک تر اټومي وسلې هم غوره، په سختو سیاسي معادلو کې، د خپل پایښت او تضمین لپاره وکاروي.
اوږدمهاله، ایران غواړي چې د دې تنګې پر تګراتګ کنټرول زیات کړي او حتی د هرې کښتۍ پر تېرېدو دوه میلیونه ډالره مالیه واخلي، چې دا به ورته د کال ۹۰ میلیارده ډالره عواید راوړي. همدارنګه، ایران د تیلو له خرڅلاو څخه هم د کال ۶۰ میلیارده ډالره عواید لري. دا ټول به ایران ته یو قوي اقتصادي ځواک ورپه برخه کړي، چې کولی شي د جګړې بنسټونه لا پیاوړي کړي او د ایران اقتصاد نور هم غښتلی کړي. له دې سره به د دغه هېواد سیاسي او نظامي ظرفیتونه نور هم لوړ شي. دا اوربند یوازې د جګړې درول نه دي، بلکې د دې ثبوت دی چې په نړیوال سیاست کې “چېرته موقعیت لرې”، کله کله تر “څه لرې” ډېر مهم وي.
د اوس لپاره دا نه شو ویلی چې دا اوربند به دوامدار وي او که نه، په ځانګړي ډول د پاکستان اوسنی حکومت چې د خبرو منځګړیتوب کوي، یو غیرقانوني حکومت بلل کېږي، په خپل ولس کې هېڅ اعتبار نه لري او د فاسدو او جګړهییزو پروژو لپاره د استخباراتو لهخوا جوړ او رامنځته شوی دی. همدا حکومت په دې وروستیو ورځو کې په افغانستان کې په هغه ستر بشري جنایت کې هم لاس لري چې له څلور سوه څخه زیات عام ملکي وګړي پکې شهیدان شول. د دې اوربند دایمي بڼه به د پاکستان په منځګړیتوب نه، بلکې د ایران په خپل سیاسي حکمت او ستراتیژیکې پوهې پورې اړه ولري، او د پاکستان رول به پکې بېاغېزې وي. دلته موږ د دې اوربند د دوامداره پاتې کېدو په اړه څه په پرېکنده ډول نه شو ویلی، ځکه چې دا کړکېچ پېچلي عوامل لري؛ خو زموږ تحلیل دا دی چې د اوبو په څېر نرم ځواک د یوه هېواد د قوت ستره وسیله کېدای شي، چې نړیواله اغېزه هم لري.
افغان ملت ته له دې نړیوالې پېښې څخه یو مهم درس اخیستل کېدای شي، او هغه دا چې د افغانستان ستراتیژیکه جغرافیه زموږ د هېواد تر ټولو لویه پانګه ده. افغانستان، چې د اسیا زړه بلل کېږي، ورته پیاوړي فرصتونه لري. د اوبو مدیریت، معدنیات، ترانزیټي لارې، او سیمهییز اتصال هغه عناصر دي چې کولی شي افغانستان ته نړیوال اهمیت ورکړي.
که افغانستان وکولای شي خپلې طبیعي سرچینې او جغرافیایي موقعیت په سمه توګه مدیریت کړي، نو په راتلونکي کې به یې سیاسي او اقتصادي وزن زیات شي. لکه څنګه چې ایران د هرمز تنګې له لارې خپل نفوذ زیات کړ، افغانستان هم کولای شي د خپلې جغرافیې له برکته په نړیواله معادله کې اغېزمن رول ولوبوي. د افغانستان د طبیعي سرچینو د اغېزمنې استفادې لپاره پیاوړي بشري ځواک ته اړتیا ده، او دا ځواک د پوهنې له سیستم او د لوړو زده کړو له مسلکي لارو رامنځته کېږي. خو په خواشینۍ سره، زموږ په هېواد کې ورځ تر بلې ښوونیز سیستم له منځه ځي، چې دا یو ډېر لوی ملي زیان دی او سترې اوږدمهالې پایلې لري. که پوهنیز سیستم پیاوړی نه شي، افغانستان به تل یو بېوزله، ضعیف او د نورو هېوادونو په رحم او کرم پورې تړلی هېواد پاتې شي.
نړۍ ورځ تر بلې د ځنګل د قانون پر لور روانه ده. د ځنګل په قانون کې زور او اطاعت مطرح وي، نه رحم او کرم. هیله ده چې د طالبانو رژیم د خدای او د افغان ملت پر وړاندې دغه ستر ديني او ملي امانت او مسؤلیت ژر تر ژره ترسره کړي او افغان ملت د تیارو کندو ته له لوېدو څخه وژغوري.





Comments