په شلمه پېړۍ کې د افغانستان ملي خوځښتونه - د لومړۍ مشروطیت فکري او سازماني بنسټ
- 6 days ago
- 18 min read
Updated: 4 days ago

د مشروطیت خوځښت چې رېښې یې امیر شېر علي خان ته د سید جمال الدین افغان سمونیزو وړاندیزونوته رسېږي، لومړی پړاو یې په ۱۹۰۵زیږیز کال کې دسراج الاخبار د انجمن په رامنځ ته کېدو سره پیل او په ۱۹۰۹زیږیز کال کې دیو شمېر فعالینو په مرګ او بند یې د یو څه وخت له پاره غږ چپ کړی شو. دغه خوځښت په دودیزه افغان ټولنه کې د وخت او زمان له غوښتنو سره په سمون د مدرنو دولتي او ټولنیزو بنسټونو د رامنځ ته کولو او د یوه ملي خپلواک دولت د جوړلو له پاره د منظم مدني پرځنګ پیل و چې محمود طرزي او سراج الاخبار یې په بېرته راژوندي کولو کې بنسټیزه ونډه لرله، د قانون حاکمیت، د ښوونیز سکتور وده او پراختیا، ټولنیز او اقتصادي اصلاحات یې سیاسي مرام و.
دا خوځښت په داسې وخت کې رامنځ ته شو چې له یوې خوا احمد شاهي دولت او افغان امپراتوري له منځه تللي وو او د واک پر سر د بې شمېره شهزاده ګانو شخړو افغانستان د یوه خپلواک دولت په توګه د نابودۍ تر بریده رسولی و. له بلې خوا انګرېزی استعمار نه یوازې خپل واک د افغانستان تر څنډو راغزولی و، بلکې افغانستان یې د پوځي تیریو له لارې دوه وارې اشغال کړی او د هر ډول سیاسي، اقتصادي، علمي او فرهنګي پرمختګ مخه یې نیولې وه. انګرېزان هر ځل د مرکزي واکمنانو او مدعي شهزاده ګانو په غیاب کې د قومي مشرانو او عامو افغانانو د پاڅون په پایله کې له ماتې سره مخ شوي، خو انګرېزانو پر امیر دوست محمد خان د خپلو شرایطو د منلو او بیا وروسته د امیر محمد یعقوب خان سره د ګندمک د معاهدې[1] په وسیله د سیاست په ډګر کې بری تر لاسه کړ، په افغانستان کې یې بې شمېره جاسوسان پیدا او و روزل. نو ځکه دوی کولی شوی چې بې ثباتي رامنځ ته او د ټولنیز پرمختګ مخه ونیسي.
تحمیلي جګړو افغانستان ته نه یوازې زیات ځاني او مالي زیانونه رسولي وو، بلکې د هېواد اقتصادي، علمي او دولتي وده یې هم له خپل طبیعي مسیره ایستلې وه. د ۱۸۶۳زیږیز کال په حدودو کې د سید جمال الدین افغان او یو لړ نورو روڼ اندو افغانانو یو فکري نهضت پیل کړ چې پایلې یې د ۱۸۷۲ زیږیز کال کې د شمس النهار خپرونه، د حربي ښوونځي تاسیس، د عامه پوهاوي او معارف د ودې له پاره د یوې چاپ خونې فعالیت او د کتابونو د ژباړې لړۍ پیلول وو[2].
په ۱۸۷۴ زیږیز کال کې د لومړي وزیر پر مشرۍ د کابینې په ټاکلو سره سلطنتي او حکومتي چارو د بېلتون هڅه وشوه چې په عمل کې د یو مشروطه سلطنتي نظام پر لور یو ګام و[3]. د اصلاحي پروګرامونو په لړ کې د مشورتي اورګان په توګه د قومي مشرانو په ګډون د یوې جرګې جوړول د دولت د تقنیني اورګان د رامنځ ته کولو له پاره اقدام ګڼل کېدی شي چې د مشروطه سلطنت ځانګړتیا ده. د پښتو ژبې د ترویج او پرمختګ له پاره هڅې د افغان هویت د غښتلتیا او ملي احساس د ودې په لار کې یو ارزښتمن کار و[4]. دلته دومره یادونه کیږي چې دغه بدلونونو ته له عبدالرحمان خان وروسته تر ننه پورې په هېواد کې د ټولو ټولنیزو، ښوونیزو، اقتصادي، فرهنګي لاس ته راوړنو د بنسټ او پیل په سترګه کتل کیږي. همدغه سمونیزم پروګرام و چې د یوې مدرنې مدني ټولنې، خپلواک ملي دولت د جوړولو او مشروطه غوښتنې د خوځښت له پاره یې فکري او بشري پانګه رامنځ ته کړه.
خو په ۱۸۸۰ زیږیز کال کې عبدالرحمن خان د اصلاحاتو دغه پیل شوې لړۍ ودروله او هېواد بېرته د یو کسیزې واکمنۍ غېږ ته ولوید. د هغه په ۲۱ کلنه واکمنۍ کې که په افغانستان کې د واک پر سر د شهزاده ګانو خپل منځي جګړې پای ته ورسېدې، یو غښتلی متمرکز دولت ټینګ شو او ځینې دولتي بنسټونه ورغول شول، خو افغانستان د بشري تاریخ په ډیر حساس پړاړ کې د تمدن، علمي او تخنیکي پرمختګ نه بې برخې او تجرید پاتې شو، بې شمېره روشنفکران، ملي او ښکېلاک ضد شخصیتونه چې د هېواد بشري او علمي پانګه وه، له منځه یوړل شول او رامنځ ته شوی فکري مترقي خوخښت زندۍ کړی شو[5].
د حبیب الله خان په واکمنۍ کې په سیاسي، کلتوري او ټولنیزو برخو کې د دولت چلند یو څه نرم شو، خو په نړیوالو اړيکو کې افغانستان د پخوا په شان تجرید پاتې شو. که څه هم په دربار او له درباره د باندې د ښکېلاک ضد قوتونه شته وو او په اولس کې انګرېزي ضد روحیه ډیره غښتلې وه، خو امیر په دې برخه کې کوم ګام پورته نه کړ او یا یې د انګرېزانو په ضد د جګړې له پاره اړینې شونتیاوې نه لرلې. نو ځکه یې د خپل پلار په شان هېواد په تجرید کې وساته [6]. لکه څنګه چې په تیر څپرکي کې بحث وشو، په ۱۹۰۳ زیږیز کال کې د حبیبې لیسه جوړه شوه چې زده کوونکي یې اکثره د سردارانو، با نفوذه خلکو او ښاري سوداګرو زامن وو[7]. په ۱۹۰۶ زیږیز کال کې پر تعلیمي نصاب د دیني علومو ترڅنګ د دنیایي علومو تدریس هم ور زیات شو. رامنځ ته شوی نوی تعلیمي نصاب د عقلاني علومو د مخالفینو د اعتراض لامل شو، خو امیر وشو کړی چې مخالفین په کرار کړي [8].
د غیر مذهبي علومو تدریس د بهرنیو ښوونکو استخدام حتمي کاوه، نو ځکه د افغان ښوونکو ترڅنګه ځینې هندیان او ترکان هم استخدام شول. دغه ښوونکیو هندي، ترکیې او په کلکته کې خپرېدونکې فارسي ژبې خپرونې لکه اختراستانبول، حبل المتین (په ځینې لیکنو کې د جبل المتین لیکل شوی) د شاهي دربار د دارالترجمې له دفتر ه ترلاسه کولې چې اکثرو یې ضد استعماري او مترقي لهجه درلوده. په دې توګه افغان ښوونکي هم د نړۍ د حال نه خبرېدل، د سیاست سره یې مینه پیدا کوله او د خپل هېواد حال ته متوجه کېدل [9]. بالاخره د دې ښوونکو له خوا د همدغه ښوونځي په ودانۍ کې د مشروطیت د خوځښت بنسټ کېښودل شو چې مشر یې محمد سرور واصف و[10]. د حبیبي په قول محمد سرور واصف په ۱۹۰۵زیږیز کال کې د حبیبي په ښوونځي کې د ښوونکي په توګه له ټاکل کېدو وروسته د میرقاسم خان په شان خپل یو شمېر همفکره ملګري وهڅول چې په حبیبې لیسه کې د ښوونکې دنده په غاړه واخلي، په ښوونځي کې د هېواد او سیمې په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي مسایلو د روڼ اندو ترمنځ د بحث او ګډ کار فکر رامنځ ته شو. دغه فکراو بحثونه بالاخره د مشروطیت د نهضت د رامنځ ته کېدو لامل شول [11].
د مشروطه غوښتونکو د نوم او جوړښت په هکله د افغان څېړونکو ترمنځ اختلاف ليدل کېږي . په داسې حال کې چې حبیبي، پښتونیار او فرهنګ د جنبش یا نهضت توري کاروي او وایي چې د نهضت ځینې غړو لکه غبار اوعبدالرحمن کبریت یا لودین چپې تمایلات لرل، خو غبار دغه نهضت په درې ډلو وېشي او د حزب یا ګوند اصطلاح کاروي. غبار د دربار لیبرالان د لوګرۍ ډلې په نامه یادوي چې په حاکم نظام کې د ریفورم غوښتونکي وو. په دې ډله کې محمد ولي خان بدخشانی، میر زمان الدین خان، میر یار بیک خان دروازی، شجاع الدوله خان، جوهرشاه غور بندي، پادشاه میرخان لوګري، نظام الدین ارغندیوال، لعل محمد خان کابلي ګډون درلود. غبار وایي چې د دې ډلې یو شمېر خون ګرمه ځوانانو لکه جوهر شاه غوربندي، پادشاه میرخان لوګري، نظام الدین، میر زمان الدین او لعل محمد خان له درباره بهر د دموکراتو سیاسي کړیو سره یوځای شول .
دویمه د جمعیت « حزب سری ملي» ډله وه چې د حبیبي لېسې د ښوونکیو او کارمندانو او له ښوونځي د باندې یو شمېر روڼ اندو له خوا جوړه شوی وه. د دغه حزب مرام د مشروطه نظام رامنځ ته کول، د افغانستان د سیاسي استقلال ګټل او په هېواد کې د نوي فرهنګ او تمدن خپرول وو. د غبار په قول په دې ډله کې داسې کسان هم وو چې خپلو موخو ته رسېدو په خاطر یې د ترور او کودتا غوښتنه هم کوله.
دریمه ډله له دربار او حبیبې لېسې نه بهر روڼ اندي وو چې په خپلو منځو کې یې رفیقانه سیاسي بحثونه کول[12].
د مشروطه غوښتونکو ځوانانو ( حبیبي) نهضت د غړو شمېر په هغه وخت کې تقریبا ۳۰۰ تنو ته رسېده چې په پټه یې سیاسي فعالیت کاوه. د تنظیم او مشرتابه حلقو په اساس مشروطه غوښتونکې په لس کسیزو جرګو کې تنظیم شوي وو. هرې جرګې د خپلو کارونو د تنظیم له پاره مشر او یو منشي ټاکه [13]. غبار یې د غړو شمېر نه یادوي، خو د «ځوانانو» پر ځای «اعضای حزب » لیکي[14].
د اصطلاحاتو پرته د تنظیم، مرام او کاردود په هکله د افغان لیکوالو ترمنځ اختلاف نشته. غبار لیکي چې د «حزب سری ملی» فعالین په لس کسیزو ډولو وېشل شوي وو چې مشري به یې د ګوند له بنسټ ایښودونکو نه یو تن کوله. ګوندي ډلو له یو بل سره پېژندګلوي نه لرله. خو د حبیبي په قول سرور واصف ته د نهضت د مشرۍ سربېره د یوې لس کسیزې جرګې مشري هم ورپه غاړه وه. دوی د سیاسی فعالیتونو په لړ کې په کورنو کې کوچنۍ غونډې جوړولې او په هره غونډه کې به یې قران شریف په منځ کې ایښود. توره او قلم به یې په قران شریف ایښودل چې بیا وروسته د همدغو درېو واړو انځور د افغانستان د معارف د رسمي نښان په توګه ومنل شو[15].
د خوځښت موخې
د حبیبي په اند دغه خوځښت کومه لیکل شوی مرامنامه نه درلوده او یا لږ تر لږه زموږ لاس ته نه ده راغلې، خو موخې یې په لسو مادو کې ترتیب شوې وې. غبار هم د دغه لس ماده یېزه مرامنامې یادونه کړې، خو یوه هم د کومې منبع نوم نه دی په ګوته کړی. دی زیاتوي کله به چې کوم نوی غړی د جذب لپاره په نظر کې نیول شوی و، لومړی به په یوه کوچنۍ حلقه کې د هغه رېښتینولي ارزول کېده. له ازموینې او ارزونې وروسته به یې په قران شریف، توره او قلم د مشروطیت اهدافو ته د وفادارۍ لوړه کوله. ممکن دغه لس مادې د یوې خولې نه بلې ته نقل شوی او په روایتي توګه تر دواړو لیکوالو رسېدلې او دوی هم په روایتونو بسنه کړې وي. دا هم شونې ده چې خوځښت د خپلو غړو د مصونیت په وجه پرېکړه کړی وي چې مرامنامه دې په لیکلي ډول نه وي، خو د نهضت د غړو دې په یادو زده وي. په هر ترتیب دلته د مشروطه غوښتونکو د مرامنامې په هکله یوازې هغه څه لوستونکیو ته وړاندې کېدی شي چې له حبیبي نه راپاتې دي.
اول، د اسلام د اصولو اطاعت، د قران عظیم الشان تقدیس او د ټولو اسلامي احکامو منل.
دوم، د ملي حقوقو د لاس ته راوړلو، د اولس د استازو د څارنې لاندې د یوه مشروطه حکومت د جوړښت، دملي واکمنتوب او د قانون د احکامو د تامین لپاره پرله پسې هڅه کول.
دریم، عامو خلکو ته د معشرتي امورو تلقینول او په ناوړه عاداتو بد ویل.
څلورم، د افغانستان د قومونو او قبایلو ترمنځ د ملي یووالي د ټینګولو په خاطر د روغې او تفاهم روحیه غښتلی کول.
پنځم، د روغې او سولې له لارې د ملت د اصلاح او روغې په لار کې هڅه، د زور، دهشت اچونې او وسلې له استعمال نه ډډه.
شپږم، د معارف، ښوونځیو، مطبوعاتو او ولس د ویښولو د وسایلو تعمیم.
اوم، په ازادو انتخاباتو کې د ولس د ټاکل شویو استازو نه جوړه ملي شورای رامنځ ته کول.
اتم، افغانستان د سیاسي خپلواکۍ ګټل او د نورې نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي اړیکو پراختیا.
نهم، د ټولنیز عدالت او برابرۍ د اصولو تامین.
لسم، د نوي مدنیت پراخول، د صنعت، لارو او ښارونو جوړونه، کسب او کار ته توجه کول[16].
د خوځښت مهم فعالین
افغان لیکوالو د دغه پړاو د یو شمېر مهمو شخصیتونو نومونه او تر ممکن حده د ژوند حال هم په تفصیل سره لیکلي چې دلته یې یوازې د نومونو په یادونه بسنه کیږي. د حبیبي لېسې ښوونکې میر قاسم خان لغمانی، مولوی عبدالواسع اخند زاده، عبدالرب اخند زاده، مولوي غلام محی الدین افغان، عبدالجلال خان، پروفیسر غلام محمد خان میمنګي، کاکا سید احمد خان لودین کندهاری، سردارعبدالرحمن خان، سردار عبدالحبیب خان، بابا عبدالعزیزخان الکوزی، استاد محمد انور بسمل ، تاج محمد خان بلوڅ، اخند زاده محمد اکبراسحق زی کندهاری، شېرعلي خان بارکزی، مولوي محمد مظفر خان مروت، حافظ عبدالقیوم، میرزا عبدالرازق، محمد حسین خان اڅکزې، نظام الدین خان ارغندیوال، حاجي عبدالعزیز، محمد اسلم سیغاني، صاحبزاده عبدالله مجددي، ملا فیض محمد کاتب، امرالدین خان، حاجي محمد اکبر یوسفي، میرزا محمد حسن، احمد قلي خان، عبدالوهاب خان، میرزا غیاث الدین، ملا عبدالحق او مولا خان[17].
همدغه شان حبیبي د دربار د یو شمېر کار کوونکو[18] نومونه او کارنامې هم یادوي، چې د لومړي مشروطیت په خوځون کې یې تر سره کړی او ځینو یې په دې لاره کې خپل سرونه هم خوړلي، نو ځکه دلته د دغه ځوانانو یادونه هم اړینه ښکاري:
جوهر شاه غوربندی، لعل محمد خان، محمد عثمان خان پرواني، محمد ایوب خان کندهاری، پاچا میر خان، محمد ولي خان، میر زمان الدین خان بدخشانی، شجاع الدوله غوربندی[19] .
همدغه شان د لومړي مشروطیت په فعالینو کې د یو لړ هندي ښوونکو نومونه هم یاد شوي چې کله ورته د جانثاران اسلام او یا « جان نثاران ملت» خطاب هم شوی. کله دغه ښوونکو ته د قدر او عزت په سترګه کتل شوي او ستاینه یې شوی، خو په ځینې مواردو کې ورباندې د انګریزانو د جاسوسانو شک هم شوی . په ځینې لیکنو کې دغه هندي ښوونکي حتی د مشروطیت د نهضت د بانیانو په نامه هم یاد شوي[20] ، خو افغان لیکونکي او تاریخ پوهان دغه شان نظریات په کلکه ردوي او وایي، چې مشروطیت یوخالص ملي او د افغانانو د فکر زېږنده خوځښت و[21]. واقعیت دا دی چې دغه هندي ښوونکو د افغانستان د معارف په پراختیا او منور قشر په روزنه کې ونډه لرلې او خدمت یې کړی. د دوی یو شمېر لکه ډاکټرعبدالغني او د هغه دوه ورونه مولوي نجف علي خان او محمد چراغ او مولوی محمد حسین د مشروطیت په لومړي پړاو کې د ۱۱ کلونو لپاره زندان ته هم لوېدلي او د امیر حبیب الله تر وژل کېدو نه وروسته یې د اعلیحضرت امان الله خان لخوا عزت او ستاینه شوې او په لوړو او د مسولیت نه ډکو کارونو یې ګمارلي[22].
د دولت پر وړاندې متضاد دریځ
په یو مستعمره او یا د افغانستان په شان نیمه خپلواک هېواد کې ملت پاله خوځښتونو د خپلواکۍ، پرمختګ او په ځان بسیاینې له پاره هلې ځلې کوي. په افغانستان کې هم د مشروطه خوځښت موخه د هېواد پوره خپلواکۍ ترلاسه کول، د ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي سمونیزو پروګرامونو پلي کول وو. خو د اکثرو خپلواکي غوښتونکو ملي خوځښتونو برخلاف دغه خوځښت نوی و، د نوي ښاري شویو روڼ اندو نه جوړ و چې په ولس کې یې لا ژورې رېښې نه وې غزولې او له پراخ ولسې نفوذه بې برخې و، نه یې د سیاسي او نه هم وسله والې مبارزې تجربه او امکانات لرل. په دې سربېره دغه خوځښت په کور دننه د یوه داسې متمرکز دولت سره مخ و چې له فکري او عملي اړخه لا هم د عبد الرحمان خان له قهر او غضبه ډکې واکمنۍ په بنسټونو ولاړ و، د متمدنې او پر قانون ولاړې واکمنۍ بڼه یې لا نه وه خپله کړې. د مخالف نظر، ټولنیز تفاهم، پر ستونزو د بحث او استدلال دود په کې نه و رامنځ ته شوی، د حاکم چلند خلاف هر ډول نظر ته یې د خطر په سترګه کتل. په بهر کې دغه خوځښت له داسې یو نړیوال ښکیلاک ګر ځواک نه چې لمر یې د واکمنۍ په قلمرو کې نه پرېواته، د جګړې له لارې د خپلواکۍ ترلاسه کولو غوښتنه کوله. د خپلو موخو ترلاسه کولو له پاره خوځښت لویه حوصله او صبر هم نه درلود او په پټه د ځمکې لاندې سیاسي او پوځي مبارزې له پاره لا پوخوالې او بلوغ ته نه و رسېدلې، خوغوښتل یې چې ایډیالونه یې زر په واقعیت بدل شي. طبعي ده چې په داسې شرایطو کې کله کله له ترخو پایلو ډکې سیاسي تېروتنې کیږي.
د دربار په هکله د مشروطه غوښتونکو یوه کمزورتیا دا وه چې دوی که څه هم د دربار له منځه خبر وو، د عبدالرحمان خان واکمني یې په خپله تجربه کړی وه، خو بیا یې هم دربار پوره نه و درک کړی او د واکمنو سره د مناسب چلند په تکتیک پوه نه وو. حبیب الله خان یا په خپله خوښه او یا هم د محمود طرزي په شان اغېزمنو شخصیتونو د هڅونې په وجه د یو لړ اصلاحاتو او عمراني کارونو نوښت کړی و، د هېواد پرمختګ او د اولس هوساینه یې غوښتله. په داسې حال کې چې د حبیب الله خان اصلاحات او د مشروطه غوښتونکو موخې تر ډیره حده سره په سمون او د یو بل تکمیلوونکې وې، نو ګټوره به وې چې خوځښت خپل شتون نه وی په ډاګه کړی، د غوښتنو پر ځای له حبیب الله خان نه خپل ملاتړ او همکاري اعلان کړې وی. په دې توګه به د تقابل پرځای د تفاهم زمینه ممکنه شوې وی.
په ټوله کې د مشروطه غوښتونکيو موخې افراطي او غیر واقعي نه وې او نه د امیر واک ته کوم ګواښ ګڼل کېده. د غبار له قوله د ګوند مشرتابه جرګې پرېکړه وکړه چې د فرهنګ خپرولو ته د امیر حبیب الله خان د هڅولو له پاره باید پوره زیار واېستل شي او امیر باید د ګوند غړي په ناپیژندل شوي توګه د فرهنګ په خپرولو کې خپل همکاران او مرستندویان وګڼي. دا یو پر ځای مناسب سیاسي دریځ و، خو غبار دا یادونه هم کړې چې په دې خوځښت کې څو تندروه کسان هم وو[23] او د حزب په یوه لویه غونډه کې په لیکلې توګه د غړو د وسله واله کولو پرېګړه وشوه. دغه پرېکړه د تاج محمد خان په نامه د یوه غړي د ورور محمد شریف په وسيله د امیر لاسه ته ورسېده . پر دی سربېره د ګوند د فعالینو یو اوږد لیست د ملا منهاج الدین جلال ابادي او استاد عبدالعظیم خان په وسیله امیر ته وسپارل شو. دغه شان ضد او نقیصې پرېکړې د خوځښت د کم تجربې او سیاسي کمزورۍ څرګندونه کوي. امیر ته ویل شوي وو چې د دغه پټ ګوند اصلي موخه د امیر وژل او دیوه مشروطه نظام رامنځ ته کوول دي[24]. حبیبي هم د پورتنیو دوو جاسوسانو نومونه یادوي او د میر قاسم خان او مولوي محمد حسین په حواله د عبدالحق په نامه د یوه درېم جاسوس نوم یې هم لیکلی او د مولوي محمد حسین په حواله زیاتوي چې امیر ملا منهاج الدین ته ویلي وو، که په لست کې شامل کسان ټول ووژل شي، خون به یې د ده په غاړه وي. نو ځکه یې د جمعیت د ټولو غړو لیست په بخارۍ کې وسوازوه او ملا ته یې وویل که چېرته ټول دغه خلک ووژنم، نو عالم به برباد شي [25].
بل افغان څېړونکې حبیب الله تږې هم د مشروطه غوښتونکو یا د غبار په قول حزب سریح د دریځ او کاردود په هکله لیکلې چې له یو لوري نهضت د داسې پخو تشکیلاتو خاوند ښکاري چې د مځکې لاندې چپې انقلابي ګوندونو سره ورته والی لري، خو بل لوري ته په عامه او دولتي ودانیو کې غونډې او په لیکلې توګه ضد او نقیضې پرېکړې کوي. دغه او یو شمېر نور سوالونه دي چې افغان څېړونکي باید ورته پاملرنه وکړي[26].
د خوځښت غوښتنو ته د امیر غبرګون
د حبیبي په قول ۱۳۲۷ سپوږمیز کال کې په حبیبې لېسه کې د محمد سرور خان واصف پر مشرۍ یو شمېر روڼ اندو له امیرحبیب الله خان نه د یوې عریضې په ترځ کې د سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو او مطلقه نظام پر ځای د مشروطه سلطنت د رامنځ ته کولو د غوښتنې پرېکړه وکړه. په دغه د غلام محمد میمنګي په لاس په جلال آباد کې امیر ته وړاندي شوې پرېکړې کې راغلي وو: «په ځینې هېوادونو کې خلک په زور او قهر سره حکومت دې ته اړ باسي چې اداري نظام د ولس د هيلو تابع کړي، مشروطه او قانوني بڼه ورکړي، خو په ځینې نورو کې روڼ اندی پاچا په خپل نوښت او ښه نیت سره په هېواد کې قوانین او د مشروطیت اصول نافذوي. څنګه چې سراج الملته والدین یو پوه او ترقي غوښتونکی پاچا دی او د حبیبې او حربي ښوونځیو جوړونه، د سراج الاخبار خپرونه، د کتابونو چاپ او مدرنې چاپ خونې راوړل، د لارو او ودانیو جوړول او داسې نور د هېواد په نوي کولو او سرلوړۍ کې د هغه د لطف او شاهانه پاملرنې نښې دي، نو هیله کېږي چې د هېواد چارې هم د مشروطه اصولو په بنسټ پرمخ بوزي تر څو په خپل سر او اسلامي مقرراتو ضد حکومتونو مخنیوی وشي او خلک د قانون د حاکمیت لاندې په مشروطه نظام کې اسوده ژوند ته نږدې شي[27].» امیر یې په ځواب کې پرته له ځنډه د لعل محمد خان، جوهر شاه، محمد عثمان خان او محمد ایوب خان پوپلزي په نومونو مشروطه غوښتونکو ځوانانو د قتل حکم وکړ. حبیبي د میر سید قاسم خان په حواله لیکي چې امیر د اعدام له حکم نه مخکې دوه تنه درباري کار کوونکي د نورو درباریانو په مخکې وپوښتل، چې ولې یې د ده د ټولو نعمتونو او زیات عزت سره سره بیا هم په حرام نمکۍ او کفران نعمت لاس پورې کړی؟ جوهر شاه غوربندي د امیر په ځواب کې وویل چې د خلکو پر وړاندې د حکومتي مقاماتو د بې پروایې او په ټول هېواد کې په خلکو باندې د حکومتي اعمالو د ظلم په وجه. له دغه خبرو وروسته جوهر شاه غوربندي او لعل محمد خان په همدې غونډه کې په تمانچه وویشتل شول[28].
همدغه شان د مشروطه غوښتونکو د دې پړاو ستر مشر، مولوي محمد سرور واصف، سعدالله عبدالقیوم خان د شیر پور په تپه کې د توپ په وسیله اعدام شول. د مرګ په وخت کې د مولوي محمد سرور واصف په لیکل شوې وصییت نامه کې لیکل شوي: « په داسی حال کې چې پ آمنت بالله و ملائکته . . . مې پوره ایمان درلود، د امیر په امر ووژل شوم .
روزیکه شود اذالسماء انفطرت و ندر پی آن اذالنجوم انکدرت
من دامن تو بګیرم اندر عرصات ګویم : صنما! ذنب قتلت ؟
مولوي واصف راتلونکي نسل ته داسې وصیت وکړ:
ترک مال و ترک جان و ترک سر در ره مشروطه اول منزل است[29]
غبار د ۴۳ تنو قربانیانو یادونه کوي چې ۷ تنه یې اعدام شوي او نور په عمري بندي محکوم شوي، ځینې بیا وروسته د امیر له خوا بښل شوي هم دي، خو لوړ شمېر یې په ۱۹۱۹زیږیز کال کې د امیر تر وژل کېدو پورې په بند کې وساتل شول. د ملا منهاج الدین جلال ابادي، محمد عظیم خان او عبدالحق نومونه د جاسوسانو په لیست کې راغلي[30].
د مولوي محمد سرور واصف وصیت د ملي خوځښتونو اوهېواد سیاسي تاریخ یو ارزښتمند سند دی چې حبیبي اوغبار دواړو یې د تاریخ په پاڼو کې د ثبت د هڅو په لړ کې د عبدالهادي داوي نه پوښتنه کړې. ویل کیږي چې عبدالهادي داوي دغه ارزښتمن سند د مولوی واصف له «اخلافو» سره لیدلی دی. همدغه شان حبیبي په ۱۳۱۰ لمریز کال په حدودو کې د کندهار د پولیسو د سرمامور یار محمد د غلام حیدر خان زوی او د مولوي محمد سرور واصف د تره له زوی نه د دغه سند په هکله اوریدلي چې: « هو دغه سند موجود دی» ، خو نه حبیبي او نه غبار د دغه سند په لیدو بریالي شوي[31].
د امیر حبیب الله خان په امر د قتل او بند له لارې د مشروطه غوښتنې ملي خوځښت په ظاهر کې له منځه لاړ، خو دا یو فکري خوځښت و او فکري خوځښتونه هیڅ کله نه مري. کله د لنډې او یا اوږدې مودې له پاره له عامه اذهانو پنا کیږي، اواز یې غوږونو ته نه رسیږي او یا یې نوم، بڼه او کاردود بدلیږي، خو بیا په پوره قوت سره بېرته سر راپورته کوي. دغه واقعیت د مشروطه غوښتونې خوځښت په هکله هم صدق کوي. د یوه څه وخت وروسته دغه خوځښت بیا سر راپورته کړ او د هېواد په سیاسي او اصلاحي مبارزو کې یې جوړونکې ونډه واخیسته چې اغېز یې تر ننه هم څرګند دی او د شلمې پېړۍ ټول سیاسي جریانونه د همدغه خوځښت ادامه ده. د مشروطه غوښتونکو ځپلو نه یوازې د حبیب الله خان واکمنۍ او شهرت ته کومه ګټه و نه رسوله، بلکې د هغه په لمن یو تاریخي تور داغ شو او امیر بالاخره د خپل دغه عمل قرباني شو. افغانستان ته یې تاوان ځکه زیات و چې هېواد یې د تمدن او پرمختګ په لار کې د با ارادې او خدمت ته د ژمنو ځوانانو له استعداد او انرژۍ بې برخې کړ. د سیاسي مبارزو دغه نهضت څو کاله وروسته یو ځل بیا سر راپورته کړ او په هېواد کې د ترقۍ، اصلاحاتو او استعمار ضد مبارزې سرلاری شو چې د سیاسي مبارزو په تاریخ کې د دویم مشروطیت په نامه ياد شوی. محمود طرزي او سراج الاخبار په دې پړاو کې بنسټیز نقش لوبولی چې دلته به ورته یوه لنډه پاملرنه وشي.
ماخذونه
Anderson, Benedict (2006): Imagined Communities. Rev. Edition. London: Verso .
Gellner, Ernest (1983): Nations and Nationalism. Oxford: Blackwell.
Chatterjee, Partha (1993): The Nation and Its Fragments. Princeton: Princeton University Press،
Smith, Anthony D. (1991): National Identity. Reno: University of Nevada Press.
Smith, Anthony D. (2010): Nationalism, Cambridge: Polity Press.
Horowitz, Donald L. (1985): Ethnic Groups in Conflict. Berkeley: University of California Pres
علامه عبدالحی حبیبي ، په افغانستان کې د مشروطیت جنبش ،۱۹۹۹ زیږیز کال.
محمد صدیق روهي، د پښتو ادبیاتو تاریخ، معاصره دوره، پیښور ۱۹۹۹ زیږیز کال.
میر غلام محمد غبار ، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ، ایران ۱
میر غلام محمد غبار ، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ، ایران ۱۳۲۶ لمریز کال.
ماکس کلیم بورګ ، افغانستان د منځنۍ اسیا د تاریخې کړکېچونو په منځ کې ، ویانا / مونشن ، ۱۹۶۶ زیږیز کال.
زرین انځور، محمود طرزي و اعلامیه استقلال افغانستان، خپرونکې: کاکړ تاریخ بنسټ، کابل ۱۴۰۱ لمریز کال.
پښتونیار، نهضت مشروطه خواهی یک حرکت ملي و افغاني، روایتي از میر سیدقاسم خان، راټولوونکې او تدوین کونکې: زرین انځور، خپرونکې: کاکړ تاریخ بنسټ، کابل ۱۴۰۱ لمریز کال.
[1] Habibo Brechna, Die Geschichte Afghanistans, Das historische Umfeld Afghanistans über 1500 Jahre, Zurich 2005, P. 119 und 155.
[2] عبدالحی حبیبي ، په افغانستان کې د مشروطیت جنبش ،۱۹۹۹ زیږیز کال ، ۴ مخ. محمد صدیق روهي، د پښتو ادبیاتو تاریخ، معاصره دوره، پیښور ۱۹۹۹ زیږیز کال، ۴۸ او ورپسې مخ.
[3] میر غلام محمد غبار ، افغانستان در مسیر تاریخ، ایران ۱۳۲۶ هجری ش ، ۵۹۲ او ورپسې مخونه .
[4] Max Kliemburg, Afghanistan: Das Land im historischen Spannungsfeld Mittelasiens, Wien 1966, P. 47.
[5] د امیرعبدالرحمن خان د واکمنۍ په وخت کې د افغاني ټولنې د هر اړخیز تحلیل لپاره وګورئ : محمد حسن کاکړ، افغاني حکومت او ټولنه ... د امیر عبدالرحمن خان واکمني ، لندن اوستین ۹۷۹ .
[6] میر محمد صدیق فرهنګ ، افغانستان په وروستیو پنځو پېړیو کې ، ویرجینیا ، ۱۹۸۸ زیږیز کال ، د ۳۰۲ او وروستي مخونه .
[7] غبار، یاد شوی اثر ، ۷۰۲ مخ .
[8] Max Kliemburg, P. 191.
[9] میر محمد صدیق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ورجینیا ۱۹۸۸ ، ۳۱۴ مخ. پښتونیار نهضت مشروطه خواهی یک حرکت ملي و افغاني، روایتی از: میر سید قاسم خان، ګرداوري زرین انځور، کابل ۱۴۰۴ هجري شمسي، ۳۲ مخ.
[10] پښتونیار، ۳۱ مخ.
[11] حبیبي، یاد شوی اثر ۱۳ او ۱۴ مخونه، پښتونیار، ۳۱ مخ .
[12] غبار، یاد شوی اثر ، ۷۱۶ او ۷۱۷ مخونه . فرهنګ، ۳۱۳ او ورپسې مخونه
[13] حبیبي، یاد شوی اثر ، ۱۵ مخ .
[14] غبار ، یاد شوی اثر ، ۷۱۷ مخ.
[15] حبیبي ، یاد شوی اثر ، ۱۴ ، ۱۵ ، او ۶۰ مخونه . غبار : یاد شوی اثر ،۷۱۷ مخ .
[16] حبیبي، یاد شوی اثر ، ۵۸ او ۵۹ مخونه، پښتونیار؛ ۵۱ او ورپسې مخونه.
[17] حبیبي، یاد شوی اثر ، ۲۴ او ورپسې مخونه.
[18] د دربار د کارکوونکو نه مطلب د دربار غلام بچه ګان دي. پوهاند حبیبي د بیهقي د تاریخ په حواله لیکي، چې غلام بچه په اصل کې غلام نه دی او دا هغه نیمه پوځیان وو، چې خاص تشکیلات یې درلودل او د پآچا او د هغه د اوسېدنځای ساتنه ور په غاړه وه. د غلام بچه ګانو اصطلاح د افغانستان دري ژبو رواج کړې. که څه هم غلام بچه ګان د افغانستان د خوانینو زامن وو او په دربارونو کې په ابرومندانه کارونو بوخت وو، خو دغه اصطلاح د مفهوم په لحاظ په افغانستان کې یوه منفي اصطلاح وه، نو ځکه یې په ځای دلته د دربار کارکوونکي استعمال شوی. د زیات معلومات لپاره جبیبي یاد شوی اثر، ۵۱ او ۵۲ مخونه.
[19] حبیبي، له ۵۲ نه تر ۵۷ مخونه، ، غبار، ۷۱۸ مخ.
[20] ماکس کلیمبورګMax Kliemburg, P.
[21] پښتونیار، ۲۹ او ورپسې مخ.
[22] جبیبي : ۶۶ نه تر ۷۴ مخونه ، غبار ۷۱۸ مخ.
[23] غبار، ۷۱۷ مخ.
[24] غبار، ۷۱۷ او ۷۱۸ مخونه.
[25] حبیبي،:۷- ۷۶ مخونه.
[26] حبیب الله تږی ، په شلمه پېړۍ کې د افغانستان د سیاسي نهضتونو او بهیرونو تاریخي څیړنه ، افغانستان په سلمه پېړۍ کې د پوهنیز سیمینار د لیکنو ټولګه ، جرمني ، کلن .
[27] پورتنی اثر، ۱۷ او ۱۸ مخونه.
[28] پورتنی اثر ، ۱۸ مخ، غبار، ۷۱۸ مخ .
[29] حبیبي، جنبش مشروطیت در افغانستتان، ۱۵ او ورپسې مخ.
[30] غبار، ۷۱۸ ، ۷۱۹ ، ۷۲ مخونه.
[31] حبیبي، له ۱۴ نه تر ۱۸ مخونو پورې.


