د کرکټ ملي اتل، رحمان الله ګربز د ګرانې مور د وفات له امله
- Apr 14
- 1 min read

انا لله و انا الیه راجعون!
د افغانستان د کرکټ ملي اتل، رحمان الله ګربز د ګرانې مور د وفات له امله موږ خپله ژوره خواخوږي او تسلیت ښاغلي رحمان الله ګربز، د هغه درنې کورنۍ او ټول افغان ملت ته وړاندې کوو.
مرحومې مور بي بي داسې یو مخلص، وطنپال او مهربان زوی روزلی، چې د خپلو سپورتي لاسته راوړنو له لارې یې افغانستان ته ویاړ وربښلی دی. رحمان الله ګربز نه یوازې د ورزش په ډګر کې بریالی اتل دی، بلکې تل یې د خپل ولس په غم او درد کې ځان شریک ساتلی دی.
که طبیعي آفتونه راغلی دی، او که د پاکستان د مزدور پوځ لخوا پر عامو افغانانو بریدونو شوی، نوموړي تل ملي درد احساس کړی او د خپل ولس ترڅنګ ولاړ پاتې شوی، د بې وزلو لاسنیوی یې کړی او د یتیمانو ملاتړ یې کړی دی. د هغه دا دیني، انساني او ملي احساس د افغان ملت لپاره د ویاړ ځای دی.
موږ د مرحومې مور بي بي دې سترې روزنې او قربانۍ ته درناوی لرو، او د لوی خدای جل جلاله څخه ورته د جنت الفردوس، مغفرت او لوړو درجو غوښتنه کوو.
همدارنګه، ښاغلي رحمان الله ګربز ته په دې دروند غم کې د زړه صبر او حوصله غواړو. ټول افغان ملت په دې غم کې له هغه سره شریک دی.
انا لله و انا الیه راجعون!






Comments